غزل داغ د گفتگو مې لاله رويه په زړه نه شو Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 داغ د گفتگو مې لاله رويه په زړه نه شو تا مې چې تپوس وکړ چې څه شو زړه مې ښه شو 02 ستا د مينې باد چې پرېشان کړمه نمر مخيه اوس مې هر بڅری ستا د حسن د نور زړه شو 03 اوښکو مې جيلب ور سره وکړو نمک رنگه څاڅکی د ارمان د وينې پاتې په باڼه شو 04 لا دې د ستم کړم ارماني ستم دې وکړو ستا د بڼو غشي چې د زړه نه په واته شو 05 ای زما د زړه د وينو تږيه د يار ياده خلاصې مې کړه اوښکې نور دې قرض په لېمه شو 06 ستا د تگ سره ور له جراءت د چيغې راغی راز د زړه و ستا سره، چې ته لاړې په خوله شو 07 خپل ځان يې په "نه" کې و موندلی خبر نه و ورک شو حمزه ورک شولو چې اوس د "ته"نه"زه" شو Dictionary meaning × Headword