غزل
دنيا دار که دنيادار په سيم و زر دی
Rahman Babaدنيا دار که دنيادار په سيم و زر دی
هنرمندو څخه گنج د خپل هنر دی
بېهوده به زورور و ځان ته وايي
د دنيا سړی که هر څو زورور دی
هسې مه وايه چې زه يم په جهان کې
پيدا کړی خدای د سر د پاسه سر دی
ځينې ځينې يې وليان پيغمبران کړل
نه چې هر يو اولياء او پيغمبر دی
جودانه قدر يو لعل په کې پيدا کا
نور جهان واړه د تورو کاڼو غر دی
يو بادشاه وي چې لښکرې پسې درومي
نه په هر چا پسې کړی خدای لښکر دی
پيدا کړي خدای سړي په تفاوت دي
هسې نه چې جهان واړه برابر دی
که د عمر و رفتن ته څوک نظر کا
دا به وايي چې آفتاب د نمازيگر دی
چې يې سر په ځمکه ايښی وي ويار ته
په اسمان باندې ختلی لکه لمر دی
ته زما په ډېر اوښکو عيب مه کړه
ما موندلی په دا بحر کې گوهر دی
د ريا خرقه يې خدای مه کړه په غاړه
رحمان کوږ دستار تړلی قلندر دی