غزل

دنيادار د دنيا کار کا زه د دين

Rahman Baba

دنيادار د دنيا کار کا زه د دين

خوانين زما په ملک دي خوشه چين

هېڅ کم نه دی تر سپين مخيو دلبرانو

بلکې به دی دا زما شعر نمکين

مراد له تورو سپينو واړو دلبري ده

موقوف نه دی دغه کار په تور و سپين

چې رنگين مضمون پرې کښلی نه وي

څه په کار دی د بياض ورق رنگين

چې خدای چا له مرتبه دسلمان ورکا

هېڅ پوره نيمگړی نه وي په نگين

خوند په خوله دی نه په څښه نه په خواړه دی

آب و خور که د چا تلخ وي که شېرين

غرض خوب دی که په خس وي که په خاورو

څه حاجت دی په بستر او په بالين

مصرۍ توره هم په بد غلاف کې زنگ شي

خدای څوک مه کړه د بدانو هم نشين

څه عجب که په ورځ مهر په شپه ماه شي

د رحمان اشنا چنان دی هم چنين