نظم

داستان

Abdul Hamid Momand

بله ورځ چې نمر په غشو د شغلو

مخ د زمکې تمام ونيو په ويشتو

زيات شه اور پسې ذره ذره د مهر

څو ليده شوه څه خوگرم د سپهر

هلته شاه کمر بسته خير په جولان شه

و پلو ته د ميدان تير وکمان شه

وې يې راولئ اس بيا په سخ راغی

له اسمانه برق د زمکې په مخ راغی

وڅه اس ونه اس و برق باد و

په هنر کې آدم زاد نه پري زاد و

لکه باد هسې تېز گام چست و چابک و

خوش خرم لکه اوبه هسې نازک و

نور عروس غوندې په ناز جلوه کنان و

په گردن يې لکه زلفې پروت عنان و

تېز روي دده دعمر وه يکرنگ

چا يې نه درلود خبر د تلو په څنگ

وهرزا کروه منزل په يوه درنگ

واقعي ده ته د ميم تر حلقې تنگ

که په لور لاړې د تېرې هفتې وي

له نظر د هفتي ووتې دی وي

هسې رنگ يې جفتې تر پې کړې عراق

چې له جفتو پښو يې خوت آواز طاق طاق

په سوارۍ کې به يې لم کړ هسې چاق

چې به هم چوري بردار شه هم چراق

په سوارۍ کې به يې ملا کړه هسې زېره

چې سواره به يې د زين خوښي کړه هېره

سرولم يې دواړه هسک په هسې شان وړه

چې په سر به يې د شاه جوړ سايه بان وړه

چې شاه سور په هغه تند ترک تازي شه

چست يې ټوپلوه په لوبو په بازي شه

له قدمه يې رکاب بياموند شرف

نوې مياشت بدرگير کړه هر طرف

ور روان د ښهر خلق لورالور شه

دا اواز ورځنې درومي چې شاه سور شه

له هجومه گرد د لارې هسې دود شه

چې د نمر منور حسن گرد الود شه

چې په زېرمه د ميدان د شاه رسيد شه

په خاطر يې د دروېش مهر مزيد شه

هر طرف يې د گدا په جست و جوی

سير يې واخست د ميدان په تگ و پوی

عاقبت يې په گوشه کې يوځای بياموند

پروت يو موټی استخوان و همای بياموند

د سينې ورق په نوکو يې خراشه

بې مبينه غير حرف يې ترې تراشه

پېرهن يې څيرې کړی په خوار تن و

گويا تن يې نری تار د پېرهن و

له ځارۍ لکه پاره په اضطراب و

له خوارۍ لکه تاو تار په پېچو تاب و

د هجران په اورالوی تک تور سوی

پرېکولې د زړه غوښې لکه روی

لکه گگ هسې وچ کړی لوږې تندې

په هېچا باندې ومشه دده شندې

له ژړا يې هسې اوښکې په مخ سر وې

گويا بهنده چينې د غره په سر وې

گرد غبار يې وه د حال پرده ساتلې

په ژوندون وه ساه د شناخت ځنې ختلې

ولې طفل يې د اوښکو پرده درشه

د گدا په رسوايۍ فتنه گر شه

چې دده نظر په شاه، د شاه په ده شه

د آرام له سر زمينه نابايده شه

يو يوه ته بل و بل (و) ته له ورايه

ځير ځير گوره، اوښې ووره، مهر نمايه

شاه وې کېږدۍ دلته نښه څوک زغلئ

گروه په گروه سره وسلې غشي ولئ

کماندارو هسې رنگ له هغه پسه

غشي توی کړه په زمکه لکه وسه

له گدايا چې به دا خلق غافل شه

نور يې مخ دده و مخ ته مقابل شه

په زلال يې دجمال له مرگه باز کړ

په لقا يې څه خو کم سوز و گداز کړ

راز و نياز يې سره که د حال په ژبه

مناسب د محبت له مراتبه

چې له ياره سره يار د مهر شان که

په اغيارو کې يې هم خاطر نشان که

پټه خوله سوال وجواب ورسره کاندي

د دوستۍ داب و اداب ورسره کاندي

هغه وخت د شاه په لاس يوه لينده وه

په مثال د نوې مياشتې زيبنده وه

خم خامونه يې د ښکليو کج ابروی و

په راښکو کې لکه موم په آتش توی و

اچولی يې په(و) روځو کړه بند و

په بازو کې يې د ښکار تيار کمند و

چې به دا په ساه ژوندۍ شوه دخدنگ

د ښنو ساه به يې وخته په چنگ

د مهرويې په لار پروت لکه دخاک و

ددښنو له ورايه ورايه په هلاک و

په لږ کښ به هسې تله د گذار خواته

لکه ښه موافق ښکلی ديار خوا ته

په گورت کړې په کې هسې رنگ ناوک و

چې په ژۍ کې د دښنو په سينه لک وه

سم قامت يې سر وقد غوندې دلجوی و

تېر توبری يې دبو په شان تند خوی و

په وېښته کې رسېده سهي رسا

که ويشتو يې کړي په تن کې سهي سا

ودلکش د گذار په وخت تر هسې حده

لکه څوک شي هم آغوش له سروې قده

بُختر زغره ورته جال د عنکبوت و

تل ماغزه د سخت هډوکي دده قوت و

شاه په علم د قبضې کې ډېر کامل و

د ليندۍ په څېر وغشي ته مايل و

که به چا ورته هډوکی په نشان کړ

خپل خدنگ به يې ماغزه د استخوان کړ

که مېږی به برابر راغی د تير

به يې سترگې وې گنډلې د فقير

چې به تېر شه ورځنې بيا به يې وسپړدې

غړولې به يې هسې تورې گردې

شاه چې دلته کښ بيا غټ په نښه سم که

هلته آه آتشي گدای برهم که

وې (يې) وي دې زما زړه نښه نشان ستا

دکوبې دې وي زما ژۍ دکمان ستا

اوحلقه مې د دوو سترگو وي تکبير ستا

گوندې بلوسي گاه گهې چرې په تير ستا

په سينه خوړلی نی د ستا د غشي

واقعي تر نيشکرو راته ښه شي

کشکې غشی دې سينه کړي زما نښه

چې دورمه يې د بڼو شوه په کې خښه

په لينده چې دغه نی د تير لرې ته

په سينه يې زما کشکې وکرې ته

که يو غشی ستا د لاسه په ما خښ شي

تر قيامته به خاطر زما پرې خوښ شي

که بې مانه بله نښه در پخوا ده

که دې وويشته په حق زما خطا ده

استخوان که ستا و غشي ته نشان دی

زما تن له لاغرۍ نه استخوان دی

که وېښته ولي د غشي په ويشته

يمه زه له ضعيفۍ نری وېښته

خدای دې لرې لري رنځ له تا شکست

گورت دې مشه له نظره دچا شصت

په څو ورځو هغه شاه مهر نمايه

ته راته په د لاسه د خپل گدايه

بيا په خلقو کې پيدا شه گونگسی

په ډکه که د غم سپو هغه هوسی

له دې حاله چې همه واقف حال شو

يو وبل ته په داهسې قيل و قال شو

چې شاه ولې له گدايه سره يار دی

د شاهانو له دې کاره شرم عار دی

زوړ ټوکر کې د گدای، مسند د شاه

چرته دا چرته هغه الله الله

دا خبره ده هر گوره نالايقه

د شاهۍ په قانون ده ناموافقه

شاهزاده چې له گدايه سره ساز شي

دی به هم دده په څېر کمکی باز شي

د شاهۍ لويه نامه به کاندي ورکه

دا درنه جامه نامه به کاندي ورکه

سخن چينو کړه آخر په څه تقريب

دا خبره تر غوږ تېره د رقيب

له غضبه لکه وينې په جوش راغی

د غصې دېگ يې په جوش په خروش راغی

وې يې څه کوم که مړ هورې گدا کړم

له دې شومه بومه خلاص څنگ د هما کړم

چې خبر په دا خبر هغه نادان شي

تر قيامته به له مانه روی گردان شي

که څه وايم ورته بد مني هر گور

که څه نه وايم لگېږي په ما اور

پس بايده دي چې برپايه يو حيله کړم

چې جدا شاه و گدا () يو له بله کړم

په ميدان کې د نفاق په تگو پوی شه

د مردارې په طلب خنده په پوی شه

بله ورځ چې شاه روان مخ په ميدان شه

گېر و پېر د خپل ويشتلي په درمان شه

همعنانه همزبان ورسره دی ته

تابه وې د فرشتې په څنگ کې سپی ته

د حيا له پردې وووت بې حيا شه

په دا رنگ حيله سازۍ شاه ته گويا شه:

وې شاهه فصل بهار دی نن وگاندي

برابر ليل ونهار دی نن وگاندي

معتدله شوه هوا د شپې د ورځې

نه غارمه نه ساړه ناست يې که خوځې

مخ د زمکې تمامي باغ و بوستان شه

کوه ودشت له ډېرو گلو گلستان شه

شنه ښاخونه شو له واورو عيان نن ورځ

زوړ عالم شه سر له سره ځوانان نن ورځ

دبهار ورېځې کوزې په کوهسار شوې

لور در لوره اوبه سازې په جويبار شوې

چې له سره دی د غره سرنگون تللی!

سېلاب ځکه دی په وينو گلگون تللی

غوړولی ځای په ځای سبزه بساط دی

نه لگېږي پښه په مزکه څه نشاط دی

په جلوه چې باد گلگون وگوناگون که

مخ د مزکې همگي بوقلمون که

د شبنم په مرغلره وه سياله

مرصعه سره پياله شوه دلاله

له مستۍ آهوان واړه لاله خوري

په مثال لکه مستان مسته پياله خوري

له خماره د لاله وو پيالې زانگي

له مستۍ نه هسې زغاښتی شي نه دانگي

په دروغ رښتيا ويشته په لاس نيوه شي

و نيوو ته يې هوس دگډ ، لېوه شي

ښايي دا چې نن و گانده په ښکار وو ځو

تماشه نن د بهار کړو بهر ووځو

گوره سره گلونه سره جامونه د لاله وو

مستې سترگې د شېر مستو غزاله وو

د لاله وو پياله ، کاسه کړه د شرابو

د هوسۍ غوښې په ځای خورو دکبابو

عاقبت يې په دا ذکر په دا مکر

واچوه د شاه زړه ته دښکار فکر

مقرره يې وعده ورسره دا کړه

چې په ورځ کې دنووز دغه ندا کړه

خاص وعام تمام طواف دې دميدان کا

په جولان سره دې خلق سرگردان کا

څو ليده شه د سپهر په مخ کې مهر

هومره وښايه گدا ته مخ دمهر

چې تياره د شپې ولاړه شوه نمر پرېووت

په دا فکر کې په تله کې مهر کښېوت

ويې (يې) نه پوهېږم څه کړمه څه کار کړم

چې گدا د ښکار له کاره خبردار کړم

پټ پنهم يې له اغيارو هغه درنگ

د خپل ښکار په لور گوزار که يو خدنگ

چې گدا په اندازه د غشي ځير شه

ورمعلوم د هغه حسن په تدبير شه

وې (يې) وپوهېدم دا غشی د ښکار دی

بل کار نه دی چې وښکار ته هوادار دی

څو چنده يې محبت دزړه افزون شه

هغه دم په صحرا سر لکه مجنون شه

د هغو شېرانو ښکار آهو د پاره

له ووس(يـ) ــو سره ځای وينوه ياره