نظم

داستان حالات

Abdul Hamid Momand

دا اثر په گرځېده کې د آسمان دی

مقرر چې په بهارپسې خزان دی

خو چې درست د باغ گلونه رنگ و بوی کا

بيا يې توی باد خزان په تگ و پوی کا

چې خزان کله مزری په ستېز راغی

دبهار سبزه لښکر په گرېز راغی

په ديار د نوبهار شوه وبا گډه

د چمن گلونو لاس کېښو په کډه

په هزار ژبې گويا سوسن خموش شه

يک همان دکوچ له مخه پوشا پوش شه

پخساکه پتې پتې د گل مخ شه

ځنې کوږ په دا سبب د بلبل مخ شه

د چمن په تن جامه شوه رنجې رنجې

د گل مخ شه له دې غمه گونجې گونجې

له چمنه د چمن اهل ولاړ شه

چې ولاړ پا په رکاب وآخر لاړ شه

د خزان په سوم لتاړ بهارستان شه

گلستان د جهان واړه خارستان شه

د هر ښاخ له سره پرېووت د گل تاج

تاج و تخت شو دچمن تاخت و تاراج

خنډ وخار شه جلوه گر په ځای دگلو

تورو زاغو مسند ونيو د بلبلو

په ژړا چې د بلبلو گل خندل

څو چنده يې تر هغه زيات وژړل

چې يې کړې په بلبلو وې څه چارې

يو په سله شوې و گلو ته دوڅارې

چې غرور يې په نابود حسن د بود شي

دا بې دوده اور يې زر بې اوره دود شي

هېڅ يو گل دې پخپل حسن مغرور نه شي

د هېچا به چاته پاتې قصور نه شي

چې يې نن په حميد ازمايي صنم

دغه زور به شي صبا در څخه رم

دا چې اوس ورباندې ما وهي نادرېغ

زر به غوڅ کاندي خپل ځان له دغه تېغ

ولې نه شي څوک رزه ولي دچا وينې

ځکه اچوي په قي کې مينا وينې

هېڅ په سود او په زيان نه يمه په دا مرم

چې رقيب بوسه پېري زه نه پېرم

د هغه پسرلي په تله څه وهي خوا

چې دې نه ورباندې څښي څري نه غوا

چې نه سيوری ځنې موند شي نه مېوه

غم خورگي د هغې ونې څه ښېوه

خنډو خار دهغې ونې قبلاوه شي

چې اميد ديوې نفع تر کاوه شي

چې نه رنگ لري نه بوی، له هغه گله

کله بند د اشنايۍ تړي بلبله

څو يې نه کاندي وفا دپوزې پړی

يار د يار د جفا بار دې کله وړی

چې صحت په کې له رنځه ويلاړه شي

دهغو دارو ترخه خواږه خواړه شي

چې يې پورې کاندي شمع پخپل کور

سيځي خپسر پروانه په هغه اور

هغه څوک دي چې بې نوشه هزار نېش

بې کاري په ځان کاندي دروېش

لېونی دی ددې دهر که هوښيار دی

په مطلب د يوه کار په دندو کار دی

تگ و پوی په جستجوی ديوه کار شي

بې مطلبه کاروبار واړه پکار شي

شخوند په تشه واهه نه شي په لقمې شي

تللی باز نيوه په طمع د طعمې شي

نعمتونه که د وصل وي هزار

بې نمکه د اخلاص نه وي پکار

چې دچا سره ياري دو رخه نه وي

نه هر گز تر سره کېږي پخته نه وي

له يوه لاسه هېچرې آواز نه شي

د يو () څانگې () باز په زر کې پرواز نه شي

چې آرام نه شي مونده له دل ارامه

صبوري شي دامنگيره له ناکامه

چې سړي څخه قدرت په اوبه گم شي

هلته درست د رود په غاړه تيمم شي

ناچاري په سړي وکه چار د نه کړو

ضرورت ورته رواکه کار د نه کړو

له اوبو چې طمع پرېکړی شي له تږي

خواه ناخواه په صبر سېځي سينه سږي

شي له نوي دست صبر په يارۍ کې

سړی عذر شي په ډېرې ناچارۍ کې

بيا په سر د مطلب راغلم قصه دا

چې ښکاره باد خزان کړه غصه دا