نظم

دېوال

Darwish Durrani

چي له تاسي مرور ستاسي نصيب و

ستا بابا له غريبانو يو غريب و

دغه وخت چي مي ته مخته وې ولاړه

صراحي وه د خيام ستا هسکه غاړه

سپين تندي دي ګونجه نه درلوده ورين و

ستا بارخو په سپين کي سور ، په سره کي سپين و

په دوو سترګو کي دي يو سمندر نور و

په سرو شونډو کي دي يو درياب سرور و

غونډه زنه دي و خال ته اړه نه وه

ستا ښکلا د کشمير شال ته اړه نه وه

په رښتيا وې د دې وړ ستا زلفى توري

چي يې ستړى ځان هوسا کاندي په سيوري

ښکارېدې ته لکه شپوږمۍ ته شنه آسمان ته

د هر شي پام دي راګرځاوه خپل ځان ته

چنارو اخست خوند دا ستا له قده

باچهي دي د ښکلا وه بې سرحده

دغه دومره ښکلا ټوله وه ستا خپله

پکي هيڅ پور کړي نه و تا له بله

ټوله ته وې چي مي مخ ته وې ولاړه

صراحي وه د خيام ستا هسکه غاړه

بيا چي کله خپل نصيب درسره يار سو

ستا بابا په اميرانو کي شمار سو

دغه وخت چي مي بيا مخ ته وې ولاړه

د سرو زرو غاړګۍ دي وه په غاړه

تر پېزوان دي وې خوږوکي شونډي لاندي

ځړولى دي و ټيک پر تندي باندي

لګولى دي پر زنه باندي خال و

اچولى دي پر سر د کشمير شال و

په کجلو دي وې دواړي سترګي توري

ښکارېدل دي په لباس کي راڼه ستوري

خوشبويي دي لګولې د خُتن وه

د خُتن وه که د کوم يوه وطن وه

بند په دې زر او لباس کي زما پام و

ستا وجود تر دې دېوال را نه نهام و

په ستاينه چي دي ډک زما ګفتار و

هغه ته پخپله نه وې ، ستا سينګار و

در وتلاى نه سوم زه ستا له زېوره

ستا کړه وړه مي ټول غايب وو له نظره

او حال دا چي ته مي مخ ته وې ولاړه

د سرو زرو غاړګۍ دي وه په غاړه

چي نصيب نور مهربان ستا پر بابا سو

تاج و تخت په ګوتو ورغلل ، باچا سو

دغه وخت چي مي بيا مخ ته وې ولاړه

د محل د هغه لوى حوض پر غاړه

چي اوبه يې تکي شنې لکه اسمان وې

فوارې په چمنونو کي چالان وې

تخنولې يخ شمال د ونو پاڼي

وې خوشحاله په دا حال د ونو پاڼي

پر هر ګل پراته د پرخي سپين غمي وو

د هوا وزر لانده په دا نمي وو

داسي مينځي دي لګيا وې په خدمت کي

لکه حوري چي څوک ويني په جنت کي

بند په دغه چاپېريال کي زما پام و

ستا وجود تر دې دېوال را نه نهام و

په ستاينه چي دي ډک زما بيان و

هغه ته نه وې ، د دې څيزونو شان و

دا هر څه ښکارېدل ډېر نژدې و ما ته

ستا کړه وړه او ستا سينګار تللى وو شا ته

ته که څه هم وې نژدې را ته ولاړه

د اوبو د يوه شنه حوض پر غاړه