نظم

دېره کېدل

Abdul Hamid Momand

چې د مهرو محبت گوشه کنار شه

په گوشه کې د مغرب نقل گذار شه

اوزهری په بزم مينا رنگ

ځان څرگند کړ په وهل د دف وچنگ

چې تمامې يې پيالې کړې د شفق

له مستۍ نه ستوري راغله په حق حق

غرض دا چې شپه راوخته ورځ لاړه

په خوښۍ دمياشت له مخه ورېځ لاړه

په لمنې کې د غره يو ښه مکان و

د خوبۍ نه خاطر خواه آرام نشان و

دمجلس د پاره شاه هلته آرام که

و گلشن ته يې د ميو زړه خرام که

دخوښۍ ډيوه يې بله هسې ځای کړه

چې پېره پرې پروانه خوار گدای کړه

دلته شاه دعيش په خوښه کې دلبره

هلته دی په تماشا د غره له سره

می ونی چنگ رباب يې سره جوړ کړ

دخوښۍ همه اسباب يې سره جوړ کړ

له گلگونو ميو مخ د ساقي گل شه

د ښيښې قلقل يې صوت د بلبل شه

تمامي اهل مجلس په ميو مست شه

بلکې مرگ له شوقه راغی می پرست شه

د گلرخو شونډې شوې شراب آلودې

لکه پاڼې د گلاب گلاب آلودې

د مخ عکس يې په جام کې د زنبق و

گويا مهر په سرخۍ کې د شفق و

په خندا چې به خوبان شهد انگېز شو

له خندا به په پياله کې شکر رېز شو

د طرب اسباب يې واړه استعمال کړ

چنگ ونی يې په وهل سره پايمال کړ

د پرهېز ښيښه يې ووېشته په سنگ

د تسبو تار يې که عين تار د چنگ

هسې شان شوې د شرابو ښيښې تشې

لکه زړه د صوفي صاف له غل و غشې

له مستۍ چې به مطرب غلط آهنگ کړ

عاقبت يې ساز وباز د چنگ په چنگ کړ

مغني له بېخودۍ دف په سوکونو

لکه ډول هسې واهه په کولکونو

که به هر څو گوشمالي مونده رباب

نه پرېښوده کاږه ويل خراب

بې له نيه چې يې ورک هوی هوس و

ملاتړلی په قبول دهر نفس و

چې آخر له ډېره ستره لور دکور و

آواره ښيښې منزل که هم د زر و

که هر څو شوه په خلوت دزړه مستوره

بيا يې ته د حسن نور د مخ له نوره

قمري حسن مستور کله پټېږي

په فانوس د شمعې نور کله پټېږي

هغه شپه ماه زهری مجلس د شاه

روښان کړې لکه ورځ وه په آه آه

په ليده يې دگدا کسي روشن شو

کل کاروان چې ورښکاره د انجمن شو

چې يې سود په کاته نه کېده له ورايه

و، آرام و صبوري لاړ له گدايه

وې يې ورشم هغه شاه دمجلس شمع

په رڼا د زړه وگورم د زړه جمع

په نزديک چې د مجلس هغه ورک راغی

غلی غلی پټ دشاه په نزديک راغی

چې سُرور دحضور نه و ميسر

ځاروه به يې له ورايه تر(ې) نظر

پروانه غوندې پر(ې) گېرپېر گرځېده

چې يې رو ورته دځان څو نه مونده

که مانع نه وی فانوس دهغې جمع

ځان به سوی و گدا د شاه په شمع

خلقو می څښه په نغمه سره د نی

ده به وينې دځيگر څښې په وی وی

چې به نورو جام په لاس که دعشرت

ده به مښل سره لاسونه د حسرت

چې په شونډو به د شاه دجام شراب شه

بې شرابو به گدا مست وخراب شه

چې به می څښه دساقي له لاسو شاه

لکه کينې به د گدا شوه ډوبه ساه

چې به وستيه شاه چاته ساغر

دگدا په سر به پرېوت د غم غر

شاه نوشلې پياپی پيالۍ دمينې

څښې گدا کاسې کاسې د ځيگر وينې

شاهزاده له خپله جامه شکر کام و

د گدا له بدکامۍ زهر آشام و

دشاه مخ به له گرميو مُل که

د گدا د ژوندون کور به يې جلبل که

نه و هېڅ تر نغمې کم د چنگ ونی

د گدا آه و فرياد نری زگېروی

که هغه په هغه مست ودا په دا و

هر يوه لره خمار جدا جدا و

قصه دا چې هغه شپه په دا حسب

گدا تېره کړه په غم ، شاه په طرب

نهايت ښکاره شرابو خپل حساب که

د مجلس اهل يې واړه لا جواب که

دښيښي قلقلې چپ بلا تقل شوې

له مستۍ کړې بازي د سرود تل شوې

له هغه ځايه گدا په زړه نتلی

را روان شه دغم غره ته دم ختلی

خوار وزار کنډ پر کنډ تمام ورژلی

له فراقه هم مرده و هم ويرژلی

هر قدم له غمه غوښې دځان خوره

حيا (ايله) ورغی گدا تر هغه غږه

غر غمخوار د غمزده وو گاه بېگاه دی

د بې کسو غريبانو تکيه گاه دی

په جهان کې چې يو خوار خسته عاشق دی

له هغه سره په طبع موافق دی

په فرياد ور سره هسې رنگه کرېږ کا

چې په تن د وحشيانو غونې زيږ کا

چې نيولې يې لمن چا په مطلب ده

خوږه شوې د هغه خوا په مطلب ده

د فلک رټلی ځای مومي له ده نه

بېلتانه ترټلی ځای مومي له ده نه

چې يې څوک په پوزی کښېني د وښو

د فلک له خرخشو نه شي پخښو

د لباس آشنايي نه کاندي نيمگړې

که بل نه ده، اول ده نه ده پرېکړی

چې وده ته ده چا کړې ننواتې

په هېڅ جور کې له غوره نه دی پاتې

چې دا هسې خوار پرور غريب نواز دی

ځکه دا رنگه په خلقو سرفراز دی

چې په کار د آشنايۍ کې زبون دی

ځکه ښکته سرنگون تللی گردون دی

چې فلک دا هسې کج گرځي په بيرته

ور په پوزه شوه په دا د افتاب نته

چې وي لاندې دی د غم () ندوه تر باره

ځارېدی په سر و مال تر هغه ياره

له هغه کاره دې خدای حميد وژغوري

چې تر ياره تر آشنا پورې کوز گوري