غزل
ډېرې خولې زما په ياد شکر خورې شوې
Rahman Babaډېرې خولې زما په ياد شکر خورې شوې
بيا زمونږ په زمانه خاورې ايرې شوې
د چندڼو ونې وسولېدې لاړې
هزار څانگې د شمشادو په ارې شوې
په هغو ځمکو چې روغې وې ماڼيه
د ايام په گردشونو اديرې شوې
په دنيا کې چې بنياد د اشنايۍ کا
دهجران تورې هغو لره تېرې شوې
دا فلک چې خدای پيدا کړ دا يې خوی دی
چې و چاته دعا چاته شېرې شوې
خپل قسمت په سړي کاندي هر چې کاندي
دچا بخره خاموشي د چا ناري شوې
د دنيا دمحلونو خښتې واړه
و رحمان ته د سرونو منارې شوې