غزل ډېر چې څومره ښکلي جمالي شي جلالي شي Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ډېر چې څومره ښکلي جمالي شي جلالي شي ډېر چې جلالي شي کله کله جمالي شي 02 غم مې اوس په کور د زړگي نه راځي وېرېږي چرته راغلط چې شي ترې جوړه خوشحالي شي 03 عشقه دا د سترگو کچکولو نه دې خدای ټپ کړه مخکې که څوک ړوند شي پسته خير دی که سوالي شي 04 حال راته په کوکو شپېلۍ ووې د مېنو ډک شي تل په مينه کې خو هله چې خالي شي 05 زه په هر يو رنگ کې اشنا نه غلطومه واړه کاينات که مشهودي شي که خيالي شي 06 دا هستي که خوب ده تښتېدل يې هله بويه ور کې په ديدن پسې چې سترگې مثالي شي 07 ناوې د عقبی ته هم حمزه ملتفت مه شه ټولې رنگينۍ ددې دنيا يې که کالي شي Dictionary meaning × Headword