غزل ډېر له سوزه بدر، کله زه هلال د عيد شمه Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ډېر له سوزه بدر، کله زه هلال د عيد شمه کله ړوند په سترگو، کله زه همه تن د يدشمه 02 سوځمه په قرب کې د هجران غم وي په بُعد کې نه پوهېږم تانه چې قريب او که بعيد شمه 03 ماته رقيبان ستا په غيبت کې ستا صفت کوي ځم بې شي په خوله چې په خدمت کې دې رسيد شمه 04 بې د تا د لطف او کرم نه ده ممکن کله زه چې د خپل درد او د اندوه خپله کليد شمه 05 څو که زه سعيد يم خو بې تا چې يمه نحس يم ای د رحمت سترگې نظر وکړه چې سعيد شمه 06 وخت به کله راشي زه حمزه چې دې مخ وگورم سر چې په درود، په بسم الله او په تمجيد شمه Dictionary meaning × Headword