غزل ډېر له سوزه بدر، کله زه هلال د عيد شمه امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 ډېر له سوزه بدر، کله زه هلال د عيد شمه کله ړوند په سترگو، کله زه همه تن د يدشمه 02 سوځمه په قرب کې د هجران غم وي په بُعد کې نه پوهېږم تانه چې قريب او که بعيد شمه 03 ماته رقيبان ستا په غيبت کې ستا صفت کوي ځم بې شي په خوله چې په خدمت کې دې رسيد شمه 04 بې د تا د لطف او کرم نه ده ممکن کله زه چې د خپل درد او د اندوه خپله کليد شمه 05 څو که زه سعيد يم خو بې تا چې يمه نحس يم ای د رحمت سترگې نظر وکړه چې سعيد شمه 06 وخت به کله راشي زه حمزه چې دې مخ وگورم سر چې په درود، په بسم الله او په تمجيد شمه د قاموس مانا × اصلي کلمه