شعر دم غنیمت بویه ګوره دا موسم به بیا نه وي Pir Mohammad Karwan Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 مینه کوه شنه هوا او شنه غنم به بیا نه وي مینې نن دې وخت دی را زرغونه یې تر منځه شه 02 وخت به تېر، وي ستا حوا او ستا آدم به بیا نه وي ماته به شپېلۍ وي د شپانه نغمې به غلې وي 03 ګوتې چې په زړونو وهي زیرو بم به بیا نه وي اوس په آس د عمر د ښکلا مزلې ووهه 04 تل به په یرغه نه وي قدم قدم به بیا نه وي یه سخي ملنګه د جونګړې ور دې خلاص لره 05 نه به مونده کېږي یاران چای چلم به بیا نه وي نن یې ښکلوه ګله اروا تروتازه ساته 06 ورېځې به باد وړې وي دا پوست شبنم به بیا نه وي رایشه یو څو شېبې یې واوره ګلابي غزل 07 ګل به د اینځر شي د کاروان قلم به بیا نه وي ۱ قوس ۱۳۹۸ کابل Dictionary meaning × Headword