غزل
دومره رانه پټ دومره ښکاره لکه خيال يې
Hamza Shinwariدومره رانه پټ دومره ښکاره لکه خيال يې
دومره راڅرگند يې دومره پټ لکه جمال يې
نوم دې چې څوک واخلي وازه خوله ورک مې ځمبار شي
گرځي مې په ژبه د حيرت هغه سوال يې
ته يې تصور د مخ دزلفو دې شپه ورځ وی
تېر نه شوې په ماته هغه دولس مياشتې کال يې
شته د غم وريځ مې په زړه هم د اوښکو څاڅکي
دې خوا کړه ليندې وروځې په ما دبوډۍ ټال يې
مخکې مې ازمېښت د پاره ژرنده د رستم وې
گوره بهانه اوس امتحان لره غربال يې
تش اسوېلي نه ځي د ليلی د زړه محمل ته
تېره قافله شي ته غبار يې په دنبال يې
تا وته خو دا خلک جميل وايي بې حده
وايه چې بيا ولې خوار حمزه لره جلال يې