نظم درڅخه ولاړم Abdul Bari Jahani Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ستا دپاره يې زه نه ليكم نظمونه اې په خپل حسن مغروري نازولي 02 ستا له ياده مي توږلي دي خوبونه رانه مه تښتوه وه شپې مى غلي غلي 03 پر اشنا لار مي شهيد كړله ګامونه له سينې مي ستا سندري دي شړلي 04 راته مه يادوه تللي پيمانونه پر دې لاره داسي ډېر مړي وتلي 05 زه هوښيار يمه د غرو لېوني نه يم په تندي كى مى تېشې نه دي ليكلي 06 چي وفا كوم وفا درڅخه غواړم چي جفا كوې له شپو څه دي ولاړم 07 نه به ځواني شپې لمبه كم ستا دپاره نه تڼاكي پر سكروټو درته ژاړم 08 نه جنون به افسانه كم ستا د ميني نه د ګور كاڼي مي ستا په نامه وياړم Dictionary meaning × Headword