نظم درڅخه ولاړم عبدالباري جهاني د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 ستا دپاره يې زه نه ليكم نظمونه اې په خپل حسن مغروري نازولي 02 ستا له ياده مي توږلي دي خوبونه رانه مه تښتوه وه شپې مى غلي غلي 03 پر اشنا لار مي شهيد كړله ګامونه له سينې مي ستا سندري دي شړلي 04 راته مه يادوه تللي پيمانونه پر دې لاره داسي ډېر مړي وتلي 05 زه هوښيار يمه د غرو لېوني نه يم په تندي كى مى تېشې نه دي ليكلي 06 چي وفا كوم وفا درڅخه غواړم چي جفا كوې له شپو څه دي ولاړم 07 نه به ځواني شپې لمبه كم ستا دپاره نه تڼاكي پر سكروټو درته ژاړم 08 نه جنون به افسانه كم ستا د ميني نه د ګور كاڼي مي ستا په نامه وياړم د قاموس مانا × اصلي کلمه