نظم
گدا وزير زاده نه د شاه حال پوښتي
Abdul Hamid Momandچې صباح طفل مکتب يعنې آفتاب
له سياهۍ د شپې تخته پرېوله په آب
پرې اسمان زري رقم وکېښ تازه
په قلم د صبحدم خوش اندازه
ويښ له خوبه واړه ووړکی دمکتب شو
آراسته پخپل خپل حسن په ادب شو
واړه راغله وړاندې وروستو شاه رانغی
ستارو سره پرېوتی ماه رانغی
دا کاته گوره گدا له ورايه ورايه
پټ په شونډو کې له ځانه سره وايه
چاته وگورم زړه ښه دچا په مخ کړم
چاته وخاندم خوشحاله په څه مخ کړم
واړه راغله چې مې يار رانغي څه سود
درست جهان راغی نگار رانغی څه سود
ضروري ما لره دادی چې يار راشي
بې نگاره څه پکار که هزار راشي
تسلي ديار په مخ شي په بل کله
په پردو سترگو کول شي ليدل کله
بيا کږې راسره واخستې اسمان نن
خدای دې خير وکه په باب زما حيران نن
يو همزولی د شاه پري پيکر و
له مشرقه دخوبۍ ختلی لمر و
واقف حال د شاه له حاله همه حال و
هم محرم دده د زړه په فکر خيال و
له هغه دشاه پوښتنه گدا وکړه
رويداري يې باندې ډېره دخدای وکړه
وې يې وايه چې نن شاه کړه لارغه ولې
رڼا ورځ مې کړه تر شپې تياره ولې؟
څه پېښ شوي زما لمر ته دي مشفقه
چې لانه وځي دخوبه له مشرقه
اوده شوی د سحر په شکر خواب دی
که سرمست تللی د شپې په ميوناب دی
يا تر ډېره پورې ناست په انجمن دی
چې تر څاښته پورې پروت اوده کړمن دی
دوی په داگفتگوی کې وو دی راغی
له مکتبه وخپل تللی پردی راغی
په گدا د دوبينۍ گوماني شه
له غصي سره سور سپين ارغواني شه
دايره د تحمل شوه باندې تنگه
شمعې واخست حکايت له مړه پتنگه
وې گورې دا گدا څه منافق وخوت
ما صادق مېن گاڼه ولې فاسق وخوت
ما يک رنگ گاڼه په عشق کې دو رنگ وخوت
نور يې رنگ د کتو نه دی بې ننگ وخوت
عاشقي په يو زړه نه شي دوه ځايه
چې يو يار کړي ورنزدې بل کړي له ورايه
هی هی څه مې د دوستۍ لاره خطا کړه
چې مې هسې بوالهوس سره وفا کړه
که در لودی گدايانو د وفا رنگ
در په در خاورې په سر به نه وو دا رن
خطايي راڅخه وشوه وغولېدمه
چې په هسې نالايق مَين کېدمه
و چارپايو ته به نه سپاره گلشن ما
که در لودی چرې عقل هوش روشن ما
چې مې دُر د زړه سپاره وهر ځای ته
هم دا هسې به و تمه ورسوای ته
آشنايي دهر هر ځای برق و برېښنا ده
د برېښنا په رڼا ستن () پېيلې چا ده
چې په دوه مخه سړی گرفتاري کا
په مذهب د عاشقانو کافري کا
گاه گهي به له همزوليو آشفته شه
له غصي به ورگويا په دا گفته شه
چې له ما سره نو رمه راځه مکتب ته
يا به زه راځم يا ته راځه مکتب ته
که دې مينه وی له ما سره دلوستو
ته به نه راتلې له مانه وړاندې وروستو
رنگ ورخ دملگرۍ وي هسې کله
چې يو مل په بله درومي، بل په بله
چې يوه گړۍ په لار سره څوک مله شي
هم يې تله سره په غاړه پله په پله شي
پس له دې هر چې کوې اختيار درکړی
هی توبه شه لاس وښکلی يار درکړی
خدای دې ما له دغه مېنځه وباسينه
مې بايد چې الخبيثات للخبيثين
په هر کار کې سيال له سياله سره ساز کا
جنس له جنسه سره الوزي پرواز کا
کله وران له ډېره قهره ساز رقم کړه
کله خوله له خاورو ډکه د قلم کړه
کله ونيسه تخته په مخ گدا ته
کله گوري له غصې و پشت پاته
کله څيرې په تاو پاڼه دکتاب کړه
گاه خشمي شه پخپل ځان قهر وعتاب کړه
په کودي کې دمکتب لکه نينه
ترپېده وريته کېده په دا کينه
هسې رنگ به سره لمبه قهر وغضب که
تا ب هوې چې اور يې پورې په مکتب که
دغيرت دېگ يې په هسې خروش کښېووت
چې له سره يې د شرم سرپوښ پرېووت
که غيرت دعاشقانو هرڅو ډېر دی
دخوبانو څو چنده ورځنې تېر دی
په دا باب کې لکه دوی وينم سرگرم
هومره نه وينم عشاق ولاړ په درم
هغه چارې چې له دوی شي په دا باب کې
له عشاقو به ونشي په حساب کې