غزل غم دې هسې غلبه شه په ما باندې Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 غم دې هسې غلبه شه په ما باندې چې مې نه دننه ځای شي نه دباندې 02 له زگېرويو مې نور خلک په عذاب شه تل د وچو له کبله سوځي تاندې 03 زه دا ستا په غم کې شمع غوندې ژاړم ته زما په ژړا صبح غوندې خاندې 04 زړه مې هسې ستا په لوري آوېزان دی لکه زلفې دې په مخ دي آوېزاندې 05 ما د ستا د اندېښنو په اور دي سوې د دنيا اندېښنې واړه لکه سپاندې 06 دادستور دی چې يو غم په سړي زور شي نور غمونه يې همه شي د پښو لاندې 07 هر چې ما په نصيحت له تا جارباسي بيا د ستا په لوري درومي له ما وړاندې 08 زه رحمان يې شدني په ځان گڼمه که يار سل ناشدني چارې راکاندي Dictionary meaning × Headword