نظم
غريب ماشوم
Gul Pacha Ulfatد غريب کاله ماشوم دی هر هلک يوځل وهلی
نازيې هېڅ نه دی ليدلی په ژړا کور ته راغلی
چا اخسيتی غېږ کښې نه دی له سپېرو خاورونه کله
کوروکلي کښې بې قدره خوار وزار دی اوسېدل
گلالی ځيرک هلک دی کړي خوږې خوږې خبرې
خود خان ملک ځوی نه دی چې په خلکو وي منلی
بې له خپل پلاره بل هېڅوک ورته نه گوري په مينه
دغريب سړی اولاد دی چا لانه دی پېژندلی
التفات ورته هېڅ نشته ددې ځای لکه چې نه وي
لاره نلري مجلس ته لرې ناست دی هلته غلی
په مکتب کښې ليده نشي مدرسې ته يې پرېږدي نه
لا تر اوسه معلم ته يا ملا ته نه دی تللی
رئيسانو حاکمانو ورته هېڅ نه دی کتلی
د لويانو مجلسونه کله هېڅ نه دی ورغلی
په زړه خواره جامه کښې دلته هلته غلی گرځي
کبرجن هوا ته گوري چې يې هېڅ نه دی ليدلی
يو شاعر ورته په مينه محبت هر کله گوري
د بل چا پرې نظر نشته ورته نه گوري ښاغلی
زه يې نوم درته اوس ښېم ته ښه فکر پکښې وکړه
دلته فکر همدغسې له نظره دی لوېدلی