غزل غواصان که گوهر غواړي گوهر دادی Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 غواصان که گوهر غواړي گوهر دادی بې دلان که دلبر غواړي دلبر دادی 02 زما يار غوندې به بل يو دلبر نه وي د جمله وو دلبرانو سرور دادی 03 خوند د لبو او د چاه زنخدان يې راشه گوره زمزم دادی کوثر دادی 04 چې دې وصل او هجران وته نظر کړم زه گومان کړم جنت دادی سقر دادی 05 ته خطبه په منبر څه لولې خطيبه قدم کېږده په ځان باندې منبر دادی 06 د کعبې سفر اسان دی، مرد هاله يې چې له ځانه سفر وکړې، سفر دادی 07 هر منعم چې دلجويي د قلندر کا هغه نه دی قلندر، قلندر دا دی 08 چې توانگر د قناعت په خزانه شي بل توانگر په جهان نشته توانگر دادی 09 دا هنر نه دی چې خاورې څوک سره زر کا چې زر خاورې کا رحمانه هنر دادی Dictionary meaning × Headword