نظم
غزل
Gul Pacha Ulfatچا چې ايښی دا شين خال ستا په جبين دی
زما زړه هم دهغه له لاسه شين دی
ستا امېل کښې يې سل زړونه دي پييلی
چا جوړ کړی ستا د غاړې لونگين دی
جوړه شوی يې د لمر له پلوشو نه
ستا د عشق پر حرارت مې دا يقين دی
سورسالو دې سره لمبه ده نه پوهېږم
که زما د زړه په سرو وينو رنگين دی
د جمال پرښتې ته چې جوړولې
ورلېږلی چا سلام چا آفرين دی
معجزه ته د قدرت او د خلقت يې
په رښتيا چې خدای احسن الخالفين دی
خدای دې ستا ته په امان له بدو سترگو
دا دعا د پرښتو زمونږ آمين دی