نظم
غزل
Abdul Bari Jahaniمه ګوره سبا نن مي د زړه داغونه مه ګوره
ځه پر خپله لاره نااشنا زخمونه مه ګوره
پام چي دي لاسونه په مجمر کي لولپه نه سي
ډېر مي د سينې ايرو کي پټ اورونه مه ګوره
نور مي د زړګي د حجرې شمعي خاموشي دي
سوي پتنګان د هيلو وران قبرونه مه ګوره
ما ته د ازل ساقي نسکوره پياله راکړله
نور مي په خمار کي د مستۍ خيالونه مه ګوره
زه لکه حباب له راز ويلو پناه کېږمه
مه پرانيزه خوله مي دلته پټ رازونه مه ګوره
ما يې له سرو سترګو د خونرېز تعبير اخيستى دئ
ما ته د شفق او د ښکلا خوبونه مه ګوره
څوک د لېونيو له کاروان سره راغلى دئ
پرېږده جهاني د لېونو ګامونه مه ګوره