غزل گل دې نن د چا د پاره ايښی دی په سر کې Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 گل دې نن د چا د پاره ايښی دی په سر کې کوم يو بختور ته اشاره ده په هنر کې 02 توت و که گورگورې چې تور داغ دې شو په لبو ولې دې حبش لره ځای ورکړو په کوثر کې 03 وخت د پسرلي دی تماشه د خپل سينگار کړه جوړې آيينې شولې په گل د پېغمبر کې 04 قدر به مې هغه کړي چې حال مې ور معلوم وي زه يم کېميا بوټی شگفته په رهگذر کې 05 غږ د خپل شکست يم اورېده زما فنا ده بيا هم د کثرت د بقا خوب کړم په هر سر کې 06 رنگ بېنوا راکړو زه رنگين او بې نوا شوم گل يم د بقا د هر بلبل په شور و شر کې 07 پرا مې نزي سترگې په نگهت صبا لړلې راشي قاصدان دې چې لا زه يم په بستر کې 08 يو د سحر کيف وي حمزه بل يې وي د خوب ځکه پاذېدو ته نشي زړه په لوی سحر کې Dictionary meaning × Headword