غزل

گل دې نن د چا د پاره ايښی دی په سر کې

امیر حمزه شینواری

گل دې نن د چا د پاره ايښی دی په سر کې

کوم يو بختور ته اشاره ده په هنر کې

توت و که گورگورې چې تور داغ دې شو په لبو

ولې دې حبش لره ځای ورکړو په کوثر کې

وخت د پسرلي دی تماشه د خپل سينگار کړه

جوړې آيينې شولې په گل د پېغمبر کې

قدر به مې هغه کړي چې حال مې ور معلوم وي

زه يم کېميا بوټی شگفته په رهگذر کې

غږ د خپل شکست يم اورېده زما فنا ده

بيا هم د کثرت د بقا خوب کړم په هر سر کې

رنگ بېنوا راکړو زه رنگين او بې نوا شوم

گل يم د بقا د هر بلبل په شور و شر کې

پرا مې نزي سترگې په نگهت صبا لړلې

راشي قاصدان دې چې لا زه يم په بستر کې

يو د سحر کيف وي حمزه بل يې وي د خوب

ځکه پاذېدو ته نشي زړه په لوی سحر کې