غزل
ګوره هسې کردګار دى رب زما
Rahman Babaګوره هسې کردګار دے رب زما
چې صاحب دکل اختيار دے رب زما
همګى بزرګواران چې څوک ئې وائى
ترهمه ؤ بزرګواردے رب زما
نه ئې هيڅ حاجت په چاباندې موقوف دے
نه دهيچا منت بار دے رب زما
خوائنده دنانويسو صحيفودے
داننده دهراسرار دے رب زما
هسې نه چې واحدى ئې ده له عجزه
په واحد وجود بسيار دے رب زما
څه حاجت دے چې ئې بله خواته غواړم
پخپل کور کښې همکناردے رب زما
هيڅ تغير وتبديل نه لرى رحمانه
تل ترتله برقرار دے رب زما