غزل زه د یار په درد او غم کې غرقاب خوښ یم Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 زه د یار په درد او غم کې غرقاب خوښ یم په دا درد کې بې طاقت او بې تاب خوښ یم 02 که ډوبېږم په اوبو که په اور سوځم د سرو شونډو په آتش او په آب خوښ یم 03 چې د یار د خط او خال نښې پکې وي ځوړند سر په مطالعه د کتاب خوښ یم 04 تر دا پوچه ګفتګویه چې یې اورم په نغمه، په ترانه د رباب خوښ یم 05 د ریا تر ناقبوله عبادته د ساقي په میو مست او خراب خوښ یم 06 چې نه علم، نه تسبیح، نه تلاوت وي له دې هسې بیدارۍ نه په خواب خوښ یم 07 خاموشي که هر څو لویه مرتبه ده زه د یار سره په سوال او ځواب خوښ یم 08 د طوبی د ونې سیوری مې خوښ نه دی ستا د مخ په لمبو سوی کباب خوښ یم 09 د یار ډېرې غمخوارۍ یم عاجز کړی رحمان ځکه په خوردن د شراب خوښ یم Dictionary meaning × Headword