غزل

ګرځم په جومات پسې مندر په مخه راشي

Pir Mohammad Karwan

لمونځ د قضا شوي مازدیګر په مخه راشي

زه خو دموسکا په یوه لښتي کې هم  ډوبېږم

ستاد تورو سترګو سمندر په مخه راشي

کور چې جوړومه رانه تیږي منډې واخلي

قبر ته لوحې لره مر مر په مخه راشي

لوند ګلاب د زړه مې وي ساتلی خو چې وچ شي

ناڅا په بلبله د سپین غر په مخه راشي

ټول عمر کاروان پښې یبلي ګرځم په اغزو کې

ګوندې دګلونو پیغمبر په مخه راشي