غزل
گوره مه نغوېږه د اغيار خبرې
Hamza Shinwariگوره مه نغوېږه د اغيار خبرې
په زړه دې راشي د انکار خبرې
دا زما ژبه د ډيوې ژبه شي
چې کوي ستا د انتظار خبرې
زه يې د غږ سره اشنا يمه ښه
څه خو دې وکړي پرده دار خبرې
لږ يې ډاډه کړه تسلي ورکړه
پسته بيا واوره د بيمار خبرې
ستا انتظار ورله بوږن راووړ
سترگو مې راښکې د ځمبار خبرې
زړگيه ژوند دې مبارک شه خوشحال
که اورېدی شي د هوښيار خبرې
حمزه! د ښکليو په گفتار مه ځه
ماته يې وکړه د کردار خبرې