نظم

جلوه

Abdul Bari Jahani

زه رباب ته مي شهباز يې

زه نغمه يم ته مي ساز يې

زه مقام يم ته مي سور يې

زه آهنګ يم ته آواز يې

ته لمبه يې زه دي شمع

زه پتنګ ته مي پرواز يې

زه مجنون ته مي جنون يې

زه محل ته مي ممتاز يې

ته مي سُر د لېونتوب يې

ته زما د جنون راز يې

هم ناظم يې هم مي نظم

ته هم سوز يې هم ګداز يې

زه له کومي فنا تښتم

چي انجام ته مي آغاز يې

دا د کومي پيالې بنګ دئ

چي نشې پکښي مستېږي

دا د کومي نغمې شرنګ دئ

چي شهباز پکښي نڅېږي

دا د کومي سلګۍ اور دئ

چي لمبې پکښي ويلېږي

دومره پوه يمه چي ته يې

هم وجود يې هم جلوه يې

تصوير ستا د جمال زور دئ

محفل ستا د لمبې شور دئ