نظم
جنون
Abdul Bari Jahaniپرېږدئ چي دا توري توپاني ورېځي
بيا د شنه آسمان کنارې ونيسي
پرېږدئ د وحشت دا لېونۍ څپې
وڅرخي راتاو سي ګردابونه سي
ډوبي کړي د ژوند بېړۍ
غرق سي د هستۍ مفهوم
سره سي د افق لمن
توی سره د غروب اوښکي
پرېږدئ ګناهونه رانه وتښتي
پرېږدئ جهنم راباندي ستړی سي
پرېږدئ چنګېزي منګولي سرې سي بيا
پرېږدئ انساني چيغي خاموشي سي
ړنګي سي د ژوند نغمې ـ
وخوځي د مرګ څپې
مستي سي موجونه سي
جوړ ترې سېلابونه سي
پورته توپانونه سي
ويښ سي شيطاني ارواح
وګرځي راوګرځي
وغړومبېږي وخوځي
کور د څښتن وسوځي
پورته سي د مرګ چيغي
څيري سي نازک زړونه
ورانه سي پر شونډو زمزمه د ژوند
چوپي سي نيمګړي سي نغمې پسي
پرېږدئ چي د ټانک تر آهنينو پښو
لاندي سي نازکي د ځوانۍ هيلي
وسوځي وزر د فردوسي قاصد ـ
پرېږدئ چي د توپ تر اورنۍ سينې
سرې لمبې راوالوزي
پرېږدئ د اټوم د خرمستۍ بچي
ورانه کي تالا کي د ورورۍ نړۍ
ړنګه سي د ژوند د تمدن لاره
هېره سي د عشق او پيوستون کړۍ
عقل د جنون و کور ته ننوزي
پوه سي د آدم دا آدمسوز بچي
څه شي يې وژلی دئ؟
څه شي يې سوځلی دئ؟
ولي يې وران کړی دئ؟
ولي يې د ژوند ترانې چوپي کړې؟
ولي يې د عشق نغمې خاموشي کړې؟
ولي يې د ميني د جنت تر څنګ؟
اور د دښمنۍ او عداوت بل کی؟ ـ