غزل

جدايي مې ياره ستا شوله په برخه

Hamza Shinwari

جدايي مې ياره ستا شوله په برخه

ستا له ما سره کافي ده دغه نخښه

ترڅ زما شو ستا صورت پخپل مراد کې

گنې توره د ستم دې وه نيم کښه

ښه ده ښه ده مرادمند دې رقيبان کړه

د دوی خوا دې په تذليل زما کړه يخه

تعجب څه دی که زه ملنگ صفت شم

چې مې قوت د خپل بدن شوه وينه خوښه

په اوبو دې د وصال يم صيقل شوی

فکر هېڅ وېره مې نه شي له دوزخه

ستا د ناز او د ادا په توره مړ يم

ځکه ماته عاشقان وايي چې بخښه

چې ستار يې نو مستور هېچرې نه يې

دا خبره د حمزه ده په زړه ښخه