غزل ژوندی به نه شې په اشنا مېنه Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ژوندی به نه شې په اشنا مېنه شولې غلط په مسيحا مېنه 02 مينه يې تل په بړبوکيو کې وي مينه خو تل ده په صحرا مينه 03 له هغه مخ او زلفو هم شه خبر ای په سبا او په بېگا مېنه 04 د ښکليو مينه په دروغو نه شي مينه خو تل ده په رښتيا مينه 05 د انتها يې هم احساس ولره ای د الفت په ابتدا مينه 06 گوره تکل دمحبت ونه کړې ای په دنيا او په عقبی مېنه 07 ښکليه خواهش دې دنمود شي پوره خير که ده مينه په افشا مېنه 08 شور به دزړه په کوم طرف يوسم که خاموشي ده په بيديا مېنه 09 ستا په سبب کړي رقابت ورسره ټوله دنيا ده په حمزه مېنه Dictionary meaning × Headword