غزل ژوندی به نه شې په اشنا مېنه امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 ژوندی به نه شې په اشنا مېنه شولې غلط په مسيحا مېنه 02 مينه يې تل په بړبوکيو کې وي مينه خو تل ده په صحرا مينه 03 له هغه مخ او زلفو هم شه خبر ای په سبا او په بېگا مېنه 04 د ښکليو مينه په دروغو نه شي مينه خو تل ده په رښتيا مينه 05 د انتها يې هم احساس ولره ای د الفت په ابتدا مينه 06 گوره تکل دمحبت ونه کړې ای په دنيا او په عقبی مېنه 07 ښکليه خواهش دې دنمود شي پوره خير که ده مينه په افشا مېنه 08 شور به دزړه په کوم طرف يوسم که خاموشي ده په بيديا مېنه 09 ستا په سبب کړي رقابت ورسره ټوله دنيا ده په حمزه مېنه د قاموس مانا × اصلي کلمه