غزل
ژوندونه تقاضې دې پرېشانۍ نه دي نور څه دي
Hamza Shinwariژوندونه تقاضې دې پرېشانۍ نه دي نور څه دي
چې زړه شي په تا جمع نادانۍ نه دي نور څه دي
راځه عشقه راځه خو په جامه د پښتانه کې
ستا خپل چې کوم لباس دی،عريانۍ نه دي نور څه دي
منزل راته موسکی شو، خو چې لوړ ژور يې لر کړل
دا لويې کارنامې د روانۍ نه دي نور څه دي
کوم ښکلی چې راوگوري نظر مې ترې ټيټېږي
دا واړه تيندکونه د ځوانۍ نه دي نور څه دي
عارف د هغه مخ يم، په يو څيز نه حيرانېږم
دا اوس چې کله راشي، حيرانۍ نه دي نور څه دي
خواهش مې په ځوانۍ دی، خو ديدن د اشنا نه کړم
ماشومه عشقه دا پښېمانۍ نه دي نور څه دي
حمزه! اوس يې بها شوه دوه جهانه سر د پاسه
دا هم چې ستا په خيال کې ارزانۍ نه دي نور څه دي