غزل ژوندونه تقاضې دې پرېشانۍ نه دي نور څه دي امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 ژوندونه تقاضې دې پرېشانۍ نه دي نور څه دي چې زړه شي په تا جمع نادانۍ نه دي نور څه دي 02 راځه عشقه راځه خو په جامه د پښتانه کې ستا خپل چې کوم لباس دی،عريانۍ نه دي نور څه دي 03 منزل راته موسکی شو، خو چې لوړ ژور يې لر کړل دا لويې کارنامې د روانۍ نه دي نور څه دي 04 کوم ښکلی چې راوگوري نظر مې ترې ټيټېږي دا واړه تيندکونه د ځوانۍ نه دي نور څه دي 05 عارف د هغه مخ يم، په يو څيز نه حيرانېږم دا اوس چې کله راشي، حيرانۍ نه دي نور څه دي 06 خواهش مې په ځوانۍ دی، خو ديدن د اشنا نه کړم ماشومه عشقه دا پښېمانۍ نه دي نور څه دي 07 حمزه! اوس يې بها شوه دوه جهانه سر د پاسه دا هم چې ستا په خيال کې ارزانۍ نه دي نور څه دي د قاموس مانا × اصلي کلمه