غزل
که دا ستا د خاطر مينه په اغيار وي
Rahman Babaکه دا ستا د خاطر مينه په اغيار وي
ستا د پاره دې اغيار هم زما يار وي
هر سړی چې په يو مخ باندې مئين وي
له يو مخه يې سل مخه پکار وي
هر چې کاندي نوکري د باچاهانو
خواه مخواه به د دربانو منت بار وي
زه به ستا له رقيبانو څه مانه کړم
دا دستور دی چې له ګله سره خار وي
څو سل خاره يې ښخ نه شي په ټټر کښې
کله وي چې د بلبل و ګل ته لار وي
سجاده به د ساقي د لارې فرش که
هر صوفي چې د سرو سترګو خريدار وي
په جذبه د عاشقي به لېونی شي
که په قطع افلاطون غوندې هوښيار وي
په رحمان باندې به هيڅ ملامت نه که
هر سړی چې ستا له مخه خبردار وي