غزل

که لوبه لوبه ګټم

Pir Mohammad Karwan

که لوبه لوبه بایلم

ژوند هم رنګینه لوبه

رنګینه لوبه کوم

له سَته سَته خالي

سترګې د هغه مالي

په منت ګل راکوي

د منت ګل نه منم

په کې دردونه راټول

زړګی مې سوی غاټول

عشق د وطن په کې داغ

داغ به په مینه ساتم

ټکور ټکور چې شي داغ

ژوند مو شي باغ او څراغ

وطن مو بیا کړه جنت

ربه دا هیله لرم

راځي پَري د اخلاص

د جنګ له دېو به شو خلاص

اورم د سولې سرود

په زیر په زیر په بم بم

وګورئ جونو زلمو

دا زرغون باغ د نغمو

په سُر په تال ترنم

کاروان غزل غږوم

۲۸- جوزا – ۱۳۹۸

د افغان کرېکټ اتلانو ته دې ډالۍ وي. خدایه زړونه یې قوي او ارادې یې پولادي کړي.