غزل
که نظر په ماتو ګوډو د روزګار کړې
Rahman Babaکه نظر په ماتو ګوډو د روزګار کړې
هومره نه دي چې حساب يا به يې شمار کړې
په هر غم کښې خاموش اوسه اؤ که نه وې
د بدخواه خاطر به ښاد دوست په ازار کړې
صبر ونيسه په مخ کښې مراد غواړه
په تلوار به هيڅ ونکړې که تلوار کړې
رضا پاسله قضا ته فراغت شه
اؤ که نور څه نور څه وائې ځان به خوار کړې
ازادي اؤ کاروبار دي سره لرې
لاس له کاروباره وکاږه که کار کړې
چې پخپله يې فاني بولې رحمانه
ته و بيا څه په هغو چارو اعتبار کړې