غزل

که چا لار د عاشقۍ وي ور که کړې

Rahman Baba

که چا لار د عاشقۍ وي ور که کړې

زه رحمان دگمراهانو رهنما يم

زه له دې جهانه تلونی په شتاب يم

لکه پاڼه دخزان پښه په رکاب يم

که هزار آبادانۍ کړم په جهان کې

غرض دا چې نهايت خانه خراب يم

که مې اصل د حياتو له اوبو دی

بيا خو دا چې د اوبو په سر حباب يم

دا جهان قصاب خانه کړه خدای و ماته

پای بسته ولاړ په غولي د قصاب يم

چې دخدای له معرفته خبر نه شوم

معلومېږي چې يا دېو يم يا دواب يم

که صورت مې د سړي دی زه يې څه کړم

په معنی کې دچارپايو په حساب يم

لکه بُت چې په رڼو سترگو وده وي

هسې زه په بيدارۍ کې وړی خواب يم

په طاعت په عبادت مې زړه يخ نه کړ

همېشه دمعصيت په اور کباب مي

سره دخدای و عبادت ته وښکی نه شم

مدام ډوب دگناهونو په گرداب يم

چې و خپلو گناهونو ته نظر کړم

سزاوار دهر عذاب د هر عتاب يم

لکه څوک چې په خره سور وي مخ يې تور وي

زه هم هسې تر خپل خدای پورې بې آب يم

غزا وشوه که گفتار لرم په ژبه

زه رحمان چې کردار نه لرم کذاب يم