غزل که د عکس مېلمه وايي چې مېزبان د جهان تنگ شي Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که د عکس مېلمه وايي چې مېزبان د جهان تنگ شي دحيرت کوربه گيله کړي چې مهمان د جهان تنگ شي 02 چې ککۍ د مهرويانو يو زندان دويښ عالم دی دي رښتيا چې په مين يې شبستان د جهان تنگ شي 03 لېونو سره د مينې تودوې چې ته خبرې بړبوکۍ غوندې په تا به بيابان د جهان تنگ شي 04 په پنجه دزمانه کې حوادث دي نوکې نوکې په تڼو د سړيتوب که گرېبان د جهان تنگ شي 05 ستا له سترگو به ځم زړه ته، بيا د زړه نه به ستا خيال ته خپل جهان د مېن دادی که جهان د جهان تنگ شي 06 پټه خوله لکه غونچه شه خبر لوڅ لکه نگهت شه ستا اظهار ته د هستۍ به گلستان دجهان تنگ شي 07 هر قدم په تغير کې د ژوندون يو نوی سرای وي هسې نه چې له سکونه دا کاروان د جهان تنگ شي 08 له سکونه اشنا مه شه که ازاد ژوندون دې خوښ وي گنې پوه شه چې په تا به دا زندان د جهان تنگ شي 09 شي راغونډ دې حمزه داسې په يثرب لکه گنبد دی د اغيارو له يرغل که مسلمان د جهان تنگ شي Dictionary meaning × Headword