غزل
که د عکس مېلمه وايي چې مېزبان د جهان تنگ شي
امیر حمزه شینواریکه د عکس مېلمه وايي چې مېزبان د جهان تنگ شي
دحيرت کوربه گيله کړي چې مهمان د جهان تنگ شي
چې ککۍ د مهرويانو يو زندان دويښ عالم دی
دي رښتيا چې په مين يې شبستان د جهان تنگ شي
لېونو سره د مينې تودوې چې ته خبرې
بړبوکۍ غوندې په تا به بيابان د جهان تنگ شي
په پنجه دزمانه کې حوادث دي نوکې نوکې
په تڼو د سړيتوب که گرېبان د جهان تنگ شي
ستا له سترگو به ځم زړه ته، بيا د زړه نه به ستا خيال ته
خپل جهان د مېن دادی که جهان د جهان تنگ شي
پټه خوله لکه غونچه شه خبر لوڅ لکه نگهت شه
ستا اظهار ته د هستۍ به گلستان دجهان تنگ شي
هر قدم په تغير کې د ژوندون يو نوی سرای وي
هسې نه چې له سکونه دا کاروان د جهان تنگ شي
له سکونه اشنا مه شه که ازاد ژوندون دې خوښ وي
گنې پوه شه چې په تا به دا زندان د جهان تنگ شي
شي راغونډ دې حمزه داسې په يثرب لکه گنبد دی
د اغيارو له يرغل که مسلمان د جهان تنگ شي