غزل

که د عشق شکرې تېرې تر گلو کړې

Rahman Baba

که د عشق شکرې تېرې تر گلو کړې

نور لذت به لکه زهر هسې تو کړې

که دې وشي ملاقات د سروې قدو

د فاختې په څېر به کوکې په کوکو کړې

عاشقي به د عشق توره در په لاس کا

نور د صبر د سکون په ملک به هو کړې

په انصاف په عدالت نور شېروان شې

هر عمل به د خپل ځان په ترازو کړې

د سکندر په څېر جهان به در څرگند شي

که سر کوز په آيينه د خپل زانو کړې

تريخ لوگی به دې د قندو په څېر نغړ د شي

که صورت د عشق په اور کې تماکو کړې

وبه نه وينې د ترکو مستې سترگې

مگر ځان په خپلو وينو کې سالو کړې

روغ به نه شې بې د يار له ښه ديدنه

که سل پنډه سپېلني و ځان ته لو کړې

د غفلت لېچن لېمه به دې روښان شي

که د يار د کوڅې خاورې دې څښکو کړې

دا دواکه پد دوا کوې طبيبه

چې د يار په درد و غم کې مې دارو کړې

نصيحت په عاشقانو اثر نه کا

دا محنت واړه بې ځايه بې قابو کړې

په رحمان باندې بې ياره خوب حرام دی

که يې سل بالښته لاندې تر پهلو کړې