غزل

که دخلکو و نظر ته آدمی دی

Rahman Baba

که دخلکو و نظر ته آدمی دی

خوار عاشق د معشوقې د کوڅې سپی دی

هر چې ځان د يار په سپيو کې داخل کا

ترو هاله به ورته وايم چې سړی دی

ما دې خدای د يار له غمه بې غم نه کا

دا په ملک دعاشقۍ کې لوی ورانی دی

زه د يار په غم کې زيړه څېره خوښ يم

دا زما خزان، خزان نه دی پسرلی دی

زه ژوندون د يار و وصل وته وايم

گڼه هر يو دوزخي په ژوند ژوندی دی

ته چې ما منع کوې ديار له دره

کوم يو در له دغه دره بريالی دی

زه د يار مينې په يار باندې شيدا کړم

که څوک ما گڼي زه نه يم واړه دی دی

چې وحشي مجنون يې ښهر لره راوست

د ليلی د زلفو هسې غړوندی دی

زرداران که اوبه څښي په جام د زرو

خوښ زما دا خپل دجاورو کنډولی دی

اورنگزېب که د ډيلي په تخت نازېږي

خپله خونه هر گدای لره ډيلی دی

چې له خپله کوره ووځي مسافر شي

څوک يې پېژني ساهو دی که مريی دی

چې يې خاورې شي له خاورو سره گډې

ترو چا څه زده چې د کوم نيکه نمسی دی

توره شپه په اشنايانو رڼا ورځ ده

رڼا ورځ په نا اشناوو تر وږمی دی

سترگې غوږ، سترگې غوږ نه دي د کم شناختو

په معنی کې يو دېوال سوری سوری دی

عاشقان يې د دنيا له غمه خلاص کړه

عشق په مثل د سليمان بادشاه غمی دی

هر چې حُب د عاشقۍ لري په زړه کې

که په قطع صد ساله وي هم زلمی دی

دا هلال دی چې ليدی شي په شفق کې

که په لاس د گل اندامې سپين وښی دی

نا اشنا به بهره څه شکل ځنې مومي

چې مدام يې په اشنا باندې غورزی دی

څربوي مې قربانۍ لره پوهېږم

دا چې کړی يې په ما باندې زړه سوی دی

چې په نوم باندې باله شي ليده نه شي

معلومېږي چې نه خور نه ښاپېری دی

چې د خط په دود يې خلک په کې پرېوځي

زنخدان يې تر سبزې لاندې کوهی دی

زه رحمان له ياره خوښ يم که جفا کا

که جفا نه کاوفا کا څو تېری دی