غزل

که دلدار په دلدارۍ زما قدم ږدي

Rahman Baba

که دلدار په دلدارۍ زما قدم ږدي

گويا هر قدم په لاره د حرم ږدي

ځای لري که بې منته بوسه راکا

کوم کريم په چا منت د خپل کرم ږدي

معشوقه مشفقه بويه مهربانه

نه قارون چې په ځان اسم د حاتم ږدي

هسې پټ لرم دا زيړ رخسار له خلکو!

لکه زر چې څوک له خلکو پټ پنهم ږدي

خدای وما وته گلونه دجنت کړل

که داغونه مې په زړه باندې د غم ږدي

هېڅ ما نه دې څوک له مستو سترگو نه کا

کوم يو مست دی چې قدم په لاره سم ږدي

راحت بې زحمته نه دی چا موندلی

کوم طبيب دی چې په روغ صورت مرهم ږدي

زه هر گوره تر خپل حمد پورې شرمېږم

برهمن چې سر په پښو د خپل صنم ږدي

و اسمان ته لاس دعقل نه رسېږي

دا خو عشق دی چې په عرش کرسي قدم ږدي

زه رحمان يې تاج گڼم د يار له لاسه

که مې پنډ په سر د جور و د ستم ږدي