غزل

که دې غم د درست جهان تر زړه چاپېر شي

Rahman Baba

که دې غم د درست جهان تر زړه چاپېر شي

دلگير مه شه هسې وايه چې به تېر شي

غم هغه دی هر چې څېرمه وي و چاته

وړومبی واړه تر وروستيه پورې هېر شي

بې له خدايه چې مدام په يوه حال دی

سړی کله شېر شاهي وي کله سېر شي

يو آدم دی چې په څو رنگه جلوه کا

يو رقم دی کله زور شي کله زېر شي

د دنيا چارې مدام په قرار نه وي

د بڼو په ځمبول کې په بل پېر شي

په لږ عمر کې ډېر غم له کومه راغی

خو له خپلې بې صبرۍ په سړي ډېر شي

چې خريدار و فروشنده وبله راضي شي

په سودا کې سختي نه کا تېر و بېر شي

ښايسته په جهان ډېر دي بې حسابه

بارې څوک به د رحمان د يار په څېر شي