غزل
که گوهر د عشق په لاس راکړي غواص
Rahman Babaکه گوهر د عشق په لاس راکړي غواص
بيا هاله يې دی له ما سره اخلاص
په کاله به د رقيب غمونه زور شي
که مې يار کاندي حساب له خاص الحاص
په کمند دمستې مينې دخوبانو
بندي مه کړې خدای د حشره پورې خلاص
په رحمان باندې نظر د کرم وکړې
ای چې يې د پاک الله په دربار خاص