غزل

که خپل زړه غواړې له چا

Rahman Baba

که خپل زړه غواړې له چا

ځان صياد کړه د عنقا

د حباب کلاه په سر کړه

سور په اس شه د هوا

لکه خضر هسې پاڅه!

اوبه وڅښه د بقا

له زمينه قدم کېږده

په اسمان لکه عيسی

دهغه استاد شاگرد شه

چې دروښيي کېميا

دا چې ما درته بيان کړه

که حاصل کړې واړه دا

هاله طمعه کړه رحمانه

له خوبانو د وفا