غزل

که له مخه يوه خوا کا حجابونه

Rahman Baba

که له مخه يوه خوا کا حجابونه

خدای به ورکا و خوبانو ثوابونه

کله وي چې يو په رنگ دهغه يار شي

که هزار شي په اسمان کې آفتابونه

په گرداب د زنخدان يې هسې غرق يم

هېڅوک مه شه غرق په هسې گردابونه

لکه زه چې يې له غمه په عذاب يم

خدای دې نه ږدي په چا هسې عذابونه

گفتگوی مې هېڅ اثر ورباندې نه کا

که له غمه يې تصنيف کړم کتابونه

په يوه ځواب مې رد کا هزار سواله

هسې کاندي د سوالونو ځوابونه

هېڅ پاياب د فن فرېب يې مونده نه شي

څوک به څه غواړي د بحر پايابونه

که لږ سترگې وبله کېږدم راته وايي

په پارۍ کې عالم نه کاندي خوبونه

مال وملک يې همه واړه اوبه يوسي

له هغو سترگوچې درومي سېلابونه

د آبرويو و محراب ته يې حيران يم

څه نسبت لري بتان او محرابونه

ما هاله له پارساييه وو لاس وللي

چې په لاس کړه مطربانو ربابونه

ارغواني جامې يې واغوستې رحمانه!

بيا يې جوړ کړه ستا د قتل اسبابونه