غزل که مين يې په خپل يار باندې رښتيا Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که مين يې په خپل يار باندې رښتيا آواره کړه اول دين ، پسې دنيا 02 په وفا د دلبرانو غلط مه شه دغه قوم دی بې وفا او کبريا 03 د خوبانو طايفه ده هسې شوخه چې غوږ نه باسي د چا په واوېلا 04 د ډېر ناز او د ډېر کبر له سببه عمل نه کا په گفتار د اوليا 05 دل و دين په نيم نگاه د سړي يوسي نه يې ويره له چا کېږي نه حيا 06 بل به هسې سر گردان په جهان نه وی يا عاشق دی يا آسمان دی يا آسيا 07 ته چې ژغوري سر و مال په عاشقۍ کې عاشقي دا هسې چرې ده ويړيا 08 د جنت تر حورو تېر شه که يار غواړې خدای دې نقد د چا نه کاندی نسيا 09 د ساقي له لاسه هسې باده نوش کړه چې دې غوڅ کا له زړه خيری د ريا 10 چې يې کسب عاشقي د دلبرو نظر نه کاندي په کسب د کېميا 11 عشق هنر د مخلصانو دی رحمانه نه حصلېږي مخلصي په رو ريا Dictionary meaning × Headword