غزل که مې يار په ديدن سر غواړي عوض Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که مې يار په ديدن سر غواړي عوض ور قربان شه چې دلبر غواړي عوض 02 چې هستي واړه نېستي کاندي واصل شي کند کچکول دې قلندر غواړي عوض 03 د دونهې په اور به څه حاجت موقوف وي عاشقي تر خاکستر غواړي عوض 04 خپل صورت ورته نافه کړه ته دمښکو يا مجمر لره عنبر غواړي عوض 05 د لباس له ښکليو طمع بوسه مه کړه د بوسې په ورکړه زر غواړي عوض 06 ددې د هر له ټگيه وېره وکړه د کهتر په ځای بهتر غواړي عوض 07 د عشق درس څه په اسانه لوسته نه شي په دا ځای کې زېر و زور غواړي عوض 08 په يو ځله به ترې خلاص نه شې رحمانه! سر ومال دې مکرر غواړي عوض Dictionary meaning × Headword