غزل
که په بخت کم بخته نه وی سوخته دل څوک
Rahman Babaکه په بخت کم بخته نه وی سوخته دل څوک
بې حضور به له تا ولې بېلېدل څوک
و ديدن ته يې د هر چا رضا کېږي
ولې حکم بې له تا نه لري بل څوک
که يې لاس د خدای په چار ورسېدلې
بې مقصوده به يو دم نه سهېدل څوک
دا همه زما شاميت دی چې را رسي
گڼه ته او د چا زړونه بدول څوک
د ديدن په طمع وغلېدم بندي شوم
گڼه زه او د هجران خوارۍ زغمل څوک
زه لارغه د ستا په مينه کې شهره يم
نه چې نن گانده خبرېږي پردي خپل څوک
ما دا يو سر دی د ستا شکرانه کړی
که د سر ماغزه مې خوري په دا کبل څوک
په هېڅ رنگ به دې له مينې منکر نه شم
هر شان قصد چې مې کوي په قتلول څوک
که مې زړه ستا مينې نه وی راپرودلی
په رضا له سره کله تېرېدل څوک
که اثر د محبت ور سره نه وی
روغ صورت دا هومره زړه زهيرېدل څوک
که په مينه د ليلی مبتلا نه وی
خوار مجنون بيدي بيديا غرونه ځنگل څوک
مينه هره بلا کا په عاشقانو
گڼه زه عبدالرحمان هومره ويل څوک